داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د ۲ امنیتي بیسونو د جوړولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د ۲ امنیتي بیسونو د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د افغانستان د ملي تدارکاتو محترم ریاست ( https://tenders.ageops.af ) د الکترونیکي ویبپاڼې له سیسټم څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم په مهر او تړل شوې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.
