د دایکندي ولایت له رباط تر میرامور پورې د سړک رغنیزې چارې څه باندې ۴۵ سلنه بشپړې شوي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۰:۱
د دایکندي ولایت له رباط تر میرامور پورې د سړک رغنیزې چارې څه باندې ۴۵ سلنه بشپړې شوي

 

دا سړک له رباط کلي څخه  پیل او د دایکندي ولایت تر میرامور ولسوالۍ پورې غځیدلی، چې د ۱۲.۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالي په درلودو یو شمیر پلچکونه او استنادي دیوالونه هم لري.

د یادې پروژې د جوړیدو تړون د څه باندي ۴۰۸ میلیونه افغانیو په لګښت له دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو سره په جې وي ډول تړل شوی، چې تر دې مهاله یې رغنیزې چارې ۴۵.۱  سلنه بشپړې شوي او مالي لګښت يې د افغانستان دولت له ملي بوديجې څخه ورکول کيږي.

د یاد سړک له رغولو سره به شاوخوا کلي د ولسوالۍ له مرکز سره ونښلي، روغتیايي، ښوونيز او ښاري خدمتونو ته به د خلکو لاس رسی اسانه شي او همدارنګه به د کرنې او سوداګرۍ د ودې او پراختیا سبب شي.

د وري ۱۵مه، ۱۴۰۰

ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS