د خوست ځوانانو د ملي احساس له مخې د يوه پله ورانه شوي برخه بیرته ورغوله

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۴:۰
د خوست ځوانانو د ملي احساس له مخې د يوه پله ورانه شوي برخه بیرته ورغوله

د خوست ولایت ګڼو ځوانانو د ملي احساس له مخي په خپل شخصي لګښت د هغه پله ورانه شوه برخه بيرته ورغوله چې د ورستیو سېلابونو له کبله ورانه شوې وه.

دغه پُل چې ۱۰ متره اوږدوالی لري د خوست په ګربزو ولسوالۍ د بړې تاڼې په سيمه کې موقعيت لرې چې غلام خان بندر ته پر غځېدلي سړک پروت دی.

وروستیو سیلابونو د هیواد په ګڼو سیمو کې لارې بندې او ورانې کړې چې د ټولګټو وزارت له خوا بیرته پرانستل او تر ډېره و رغول شوې.

بايد وویل شې؛ سړک، پل او پلچک له ملي شتمنيو څخه ګڼل کیږي چې ساتنه او پالنه يې د هر افغان ملي او ديني وجيبه ده.

د ټولکټو وزارت له ټولو افغانانو څخه هيله کوي چې د سړکونو، پلونو او پلګوټو په ساتنه کې د ملي وجیبې له مخې برخه واخلي او هېودا په ګډه آباد کړي.

تیم مطبوعات وزارت فوایدعامه

 

 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS