داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د هرات شینډنډ پر لویه لاره د وزیرآباد پل د ترمیم او بیارغونې پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د هرات ولایت دهرات شینډنډ پر لویه لاره د وزیرآباد پل د ترمیم او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې د احجام بل او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د افغاناستان د ملي تدارکاتو محترم ریاست (https://tenders.ageops.af ) له الکترونیکي ویبپاڼې له سیسټم څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۶/۲ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۶/۲ هـ.ش. نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو ترغرمې مخکې، د همدې وزارت د تعمیر په درېیم منزل د غونډو په تالار کې دایریږي.
