د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې قرارداد د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې قرارداد د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د سمنګان ولایت د ایبک – روی ‌دوآب سړک چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د اساسي رغونې قرارداد یې د ډیزاین بلډ په بڼه د ۶۴۱ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او دوو ساختماني او سړک جوړوونکو شرکتونو ترمنځ د ګډ مشارکت (JV) په ډول لاسلیک شو.

یاد سړک د سمنګان ولایت له مرکز، ایبک ښار څخه پیلېږي او د همدې ولایت تر روی ‌دوآب ولسوالۍ پورې غځېږي، چې ټاکل شوې ده د دوو کلونو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې قراردادي شرکتونو ته د کار د پیل رسمي مکتوب ورکړل شوی او د قرارداد د شرایطو له مخې مکلف دي چې د ۷۵ ورځو په موده کې د دې پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې کړي.

د ایبک – روی ‌دوآب سړک د سمنګان ولایت له مهمو نښلوونکو سړکونو څخه دی، چې د خلکو تګ راتګ اسانه کوي، د ترانسپورټ وخت او لګښت کموي، د سیمې سوداګري پیاوړې کوي او د خلکو اقتصادي حالت د ښه کولو ترڅنګ د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو لاسرسی هم اسانه کوي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS