د تورغونډۍ-هرات او هرات-شينډنډ د تفصيلي سروې او ډيزاين د وروستيو فعاليتونو کاري راپورونه د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزیر ته وړاندې شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۹:۸
د تورغونډۍ-هرات او هرات-شينډنډ د تفصيلي سروې او ډيزاين د وروستيو فعاليتونو کاري راپورونه د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزیر ته وړاندې شول

 د افغان-جرمن باختر ساختماني، سړک جوړونې او اوسپنې پټلۍ شرکت مسؤل محترم سلطان احمد سروري د تورغونډۍ-هرات او هرات-شينډنډ د اوسپنيزو کرښو د تفصيلي سروې او ډيزاين پروژو اړوند د وروستيو فعاليتونو کاري راپورونه د ټولګټو وزارت له سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني سره شريک کړل او زیاته یې کړه چې دیادې پروژې د  ښه تطبیق په موخه یو هندی شرکت له دوی سره همکار دی چې په یاده برخه کې ۳۲ کلنه کاري تجربه لري.
ټولګټو وزارت د تورغونډۍ-هرات (۱۱۳) کيلومتره او د هرات-شينډنډ (۱۲۰) کيلومتره د تفصيلي سروې او ډيزاين پروژې له افغان-جرمن باختر ساختماني، سړکسازي او اوسپنې پټلۍ شرکت سره قرارداد کړي دي، چې د ښه تطبيق په برخه کې يې يو هندی شرکت هم له دوی سره همکار دی.
د ټولګټو سرپرست وزير د دغو شرکتونو له مسؤلانو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د يادو پروژو د تفصيلي سروې او ډيزاين پروژو پر وخت او د پلان مطابق بشپړېدو ته لومړيتوب ورکوي او دوی ته یې لارښوونه وکړه چې دیادو پروژو چارې دي په ټاکلې وخت بشپړې کړي.
د ناستې په جريان کې د يو قزاقستاني شرکت مسؤلینو هم حضور درلود او ويې ويل، چې شرکت يې ليوالتيا لري، چې د يادو پروژو د تفصيلي سروې او ډيزاين تر بشپړېدو وروسته  يې  په عملي چارو کې ګډون وکړي.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه، چې دامهال په هېواد کې تر بل هروخت کورنيو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او دوی کولای شي، چې د تدارکاتي پروسې سره سم د ټولګټو وزارت په پروژو کې ګډون وکړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS