د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب – سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د کاپیسا ولایت د والي محترم قاري احسان الله بریال، د ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، سیمه‌ییزو مسئولینو او قومي مخورو په شتون کې رسماً افتتاح او پیل شوه.

یاده پروژه د تګاب–سروبي پر مسیر د شینکي په سیمه کې د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه تطبیق کېږي.

د سیمې خلک د یادې پروژې له پیل څخه خوښ دي او وايي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به پر یاد مسیر د ترافیکي پېښو کچه تر ډېره راټیټه او د موټرچلوونکو او مسافرو د تګ راتګ خوندیتوب به لا زیات شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS