د جلال آباد ښار اړوند د هجرت کلي سړک رغنیزې چارې ۴۲ سلنه بشپړي شوي دی
د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار اړوند د هجرت کلي سړک رغنیزې چارې تر دې دمه ۴۲ سلنه بشپړي شوي دي.
ياد سړک چې په دوه برخو ویشل شوی دی، لومړۍ برخه یې ۴ کیلومټره له درونټې بازار څخه تر هجرت کلي پوري د ۶ متره پلنوالي، ۱۵ پلچکونو، ۹۰ متره استنادي ديوال او ۱،۲ متره د دواړ غاړو په اوږدوالي غځيدلی دی.
او دوهمه برخه یې د ۲.۸۵ کیلومترو په اوږدوالي له سرخ آب پل څخه تر درونټې بازار او د کابل ــ جلال آباد تر لویې لار پورې د ۹ متره پلنوالي، ۲ متره ګلدان ، ۲ متره پلي لار، ۱۵ پلچکونو او ۱۷۰ متره استنادي ديوال په درلودلو دوام لري.
چې ټول اوږدوالی يي ۶.۹ کیلومټره کېږي.
د هجرت کلي د سړک له بشپړیدا سره به د ننګرهار ولایت میوې او حاصلات په کم وخت کې تر بازارونو ورسېږي او هم به روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته د خلکو لاس رسي اسانه او ګټور تمام شي.
ټولګټو ـوزات
د کب ۲۸مه ،۱۳۹۹