د خوست په دوه مانده ولسوالۍ کې د پُلګوټو د پاکولو کار بشپړ شو
د خوست ولایت د شمل دوه مانده ولسوالۍ اړوند د خوست ګردیز سړک هغه پُلګوټي چې د ورستیو سیلابونو د پاتې شونو له کبله ډک او بند شوي و، د خوست ولایت د ټولګټو ریاست د شته امکاناتو او پرسونل په واسطه یې د بیرته پاکولو کار بشپړ شو.
ټولګټو وزارت د هیوادوالو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه د وزارت د شته امکاناتو په واسطه د سړکونه، پلونه او پُلګوټي پاکاري، ترمیم او بیاورغوي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر