د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست رئیس او کارکوونکي د پایتخت ترانسپورتي ترمینل او مسافربري شرکتونو له لوري تقدیر شول
د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې، څارنې او د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ په برخه کې د نه ستړي کېدونکو هڅو او ارزښتناکو خدمتونو په پار، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست رئیس الحاج فضلالربي او یو شمېر کارکوونکي د پایتخت ترانسپورتي ترمینل رئیس محمد کبیر «کبیرخېل» او په دغه ترمینل کې د مېشتو مسافربري شرکتونو له لوري د ستاینلیک په ورکړې سره تقدیر شول.
محترم الحاج فضلالربي ته د یاد ریاست د مسؤولیت ورسپارل کېدو وروسته، د چارو د مدیریت، کاري نظم او د کارکوونکو د همغږۍ په برخه کې د پام وړ ښهوالی راغلی دی. نوموړي د منظم مدیریت، پر وخت د ستونزو د حل او د کارکوونکو د مسؤولیتونو د لا ښه تنظیم له لارې هڅه کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې چارې په اغېزمنه او منظمه توګه پرمخ ولاړې شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل د شپې او ورځې په اوږدو کې، په ۲۴ ساعته ډول، د سختې ګرمۍ، سړې هوا، واورې او توپانونو په شرایطو کې د هېوادوالو د خدمت لپاره پر دندو بوخت دي او د دې مهمې مواصلاتي لارې د ساتنې، څارنې، پاکوالي او د تګ راتګ د تنظیم په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
د یاد ریاست کارکوونکي په هر ډول موسمي او طبیعي شرایطو کې د سالنګونو لویې لارې د خوندي ساتلو او د ترافیکي ستونزو د مخنیوي لپاره خپلې چارې ترسره کوي، څو هېوادوال وکولای شي په ډاډمنه توګه د هېواد د شمال او مرکز ترمنځ تګ راتګ وکړي او سوداګریز انتقالات په عادي ډول ترسره شي.
د پایتخت ترانسپورتي ترمینل رئیس په خپل ستاینلیک کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د رئیس او کارکوونکو خدمتونه، هڅې او د هېوادوالو پر وړاندې د هغوی د مسؤولیتپالنې روحیه ستایلې او د هغوی دا خدمتونه یې د قدر وړ بللي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د رئیس او کارکوونکو دا ډول خدمتونه په حقیقت کې د هېواد د مهمو مواصلاتي لارو د ساتنې، د ترانسپورتي بهیر د دوام او د هېوادوالو د هوساینې لپاره د دوی د ژمنتیا څرګندونه کوي.
