د سالنګونو لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۴:۲۷
د سالنګونو لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لار چې يکشنبه د شپې ۱۱:۵۵ د دوامداره واورې، طوفان او د ليدلو ساحې د کموالي له امله د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړلې وه، نن چهارشنبه د سهار ۷ بجې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د شته پرسونل او ماشينرۍ له خوا د کوچنيو او لويو مسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانیستل شوه.
په سالنګونو کې د واورې ضخامت په بیلا بیلو سیمو کې متفاوت دی چې شاو خوا له يو   متر څخه تر ۱۴۵ سانتي متره پورې رسیږي.

دا مهال د سالنګونو په بېلابېلو سيمو کې د واورې کمزوری اورښت جريان لري، د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست کاري ټيمونه هڅه کوي چې ياده لويه لار په بشپړه توګه پاکه کړي.

ټولګټو وزارت له درنو هیوادوالو او موټر چلوونکو څخه د ځان او مال د لا خونديتوب په موخه هيله کوي چې د ژمني توکو او تجهيزاتو د درلودلو ترڅنګ دې؛ له پوره احتياط څخه کار واخلي او د سالنګ د مسوولینو لار ښوونو ته دې په ټینګه پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې، په ځینو سیمو کې د واورې کمزوری اورښت جريان لري او د تېزې واورې او طوفان د بيا پيلېدو پر مهال به د سالنګونو لویه لار په وقفه يي ډول بیا و تړل شي.
 

...

5 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون یکشنبې د تګاب او اله‌سای ولسوالیو د نښلوونکو سړکونو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون د جمعې په ورځ د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د پروان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۹
Background image

د خاص ارزګان – ترینکوټ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۶۰۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په ارزګان ولایت کې د خاص ارزګان – ترینکوټ سړک لومړي لاټ د اساسي رغونې  چارې د څه باندې ۶۰۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ارزګان ولایت د والي مرستیال محترم. . .

BACK TO NEWS