د سالنګونو لویې لارې د بدیل (دوشي – بامیانو) سړک د ترمیم او پراخولو کار دوام لري:

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۴:۳۳
د سالنګونو لویې لارې د بدیل (دوشي – بامیانو) سړک د ترمیم او پراخولو کار دوام لري:

ټولګټو وزارت؛ هېوادوالو ته د تګ راتګ ستونزو د هوارولو په موخه، د سالنګونو لویې لارې د بدیل ( دوشي – بامیانو) مسیر د ترمیم او پراخولو کار پیل کړی دی. 
د سالنګونو لویې لارې د دغه بدیل سړک، د ترمیم او پراخولو کار د دوشي سیمې لخوا د بغلان ولایت د ټولګټو ریاست د فني پرسونل او ماشینري پرمټ او د بامیانو ولایت له لوري د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او شته ماشینري څخه په ګټې اخیستنې سره جریان لري. 

د یادونې وړ ده، چې د پنجشیر ولایت اړوند د سالنګونو لویې لارې د بدیل سړک د ترمیم او پراخولو کار هم د دغه ولایت په خاواک سیمه کې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري دوام لري. 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS