د سړکونو د بیا رغونې په برخه کې د ټولگټو وزارت پیشنهادي طرحه:

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۵:۳۲
هدف: داخلي سرمایه گذارانو ته فرصت برابرول، د سړکونو انکشاف او ترانسپورتي ستونزو حل. لرلید: پر خپلو پښو ولاړ افغانستان پروژه :  د کابل – کندهار او کندهار – هرات سړک اساسي ترمیم. د پروژې مالي تمویل: د تطبیق ټول مصارف د خصوصي سکتور لخوا او بیا د سړک د محصول (Toll) له لارې بیرته در مصرف شوې بودجې اعاده. ټولگټو وزارت په دې هڅه کې دی، تر څو د کابل – کندهار او کندهار – هرات لويه لارې چې شا و خوا ۹۰۰ کیلومتره ده د بیا جوړونې پروژه پر هر  ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالي  باندې تقسیم او د عامه او خصوصي مشارکت له لارې یې تطبیق

هدف: داخلي سرمایه گذارانو ته فرصت برابرول، د سړکونو انکشاف او ترانسپورتي ستونزو حل.
لرلید: پر خپلو پښو ولاړ افغانستان
پروژه :  د کابل – کندهار او کندهار – هرات سړک اساسي ترمیم.
د پروژې مالي تمویل: د تطبیق ټول مصارف د خصوصي سکتور لخوا او بیا د سړک د محصول (Toll) له لارې بیرته در مصرف شوې بودجې اعاده.
ټولگټو وزارت په دې هڅه کې دی، تر څو د کابل – کندهار او کندهار – هرات لويه لارې چې شا و خوا ۹۰۰ کیلومتره ده د بیا جوړونې پروژه پر هر  ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالي  باندې تقسیم او د عامه او خصوصي مشارکت له لارې یې تطبیق کړي؛ ټول هغه داخلي شرکتونه، تجاران او ملي سرمایه گذاران چې په یاده پروژه کې لیوالتیا لري او د پروژې د تطبیق شرایط پوره کولای شي، خپل غوښتنلیوکونه دې د  روان ۱۴۰۱ کال د جوزا میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې ټولگټو وزارت ته تسلیم کړي.
هر هغه داخلي شرکت چې لاندې شرایط پوره کړي، کولای شي له دې فرصت نه گټه واخلي او خپل غوښتنلیکونه له مکملو طرحو سره یو ځای ټولگټو وزارت ته وړاندې کړي:
 د یوې برخې طول په کیلومتر:
۱۰۰ کیلومتر
د سرمایه گذار مالي استطاعت:
د ۱۰۰ کیلومتره سرک بیارغوني مصارف پوره کول.
۱ -  د مالي امکاناتو شتون د سرک جوړونې به برخه کې.
۲ – په پروسه کی د ګډون غوښتنلیک چې د اصلي ذیصلاح کس پواسطه امضا شوی وي.
۳ -  د خپلو امکاناتو په واسطه د پروژې د تطبیق لپاره د آماده ګي ښودل په داسې ډول چې بیرته په خپل مصارف د سړک د جوړیدو په جریان او وروسته له هغې د ترافیکو د ټال پلازې د مشخصو کلونو د عوایدو نه ترلاسه کوي.
۴ – په ټاکل شوي وخت کې د تخنیکي معیارونو مطابق د پروژي تکمیل او ټولگټو وزارت ته سپارول.

ټولگټو وزارت رسنیز دفتر 
ایمیل آدرس: info@mopw.gov.af
شمېره: 0788162816

...

10 میاشتې 4 اونی ago

...

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

نورستان

تېره ورځ په نورستان ولایت کې د تېزې واورې او باران اورښت له امله غرښویېدنه او واوره ښویېدنه رامنځته شوې وه، چې د یاد ولایت عمومي سړک د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړلی وو، چې د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۱:۳۳
Background image

د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل لخوا د لویو لارو او سړکونو پاکول په چټکۍ سره جریان لري

د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل لخوا د لویو لارو او سړکونو پاکول په چټکۍ سره جریان لري

کابل – جلال آباد: 
د ټولګټو وزارت د زيان منونکو سيمو او اضطراري حالت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۸:۴۶
Background image

د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکونو وضعیت

سالنګونه: نن ورځ په سالنګونو کې هوا ورېځ ده، په جنوبي سالنګ کې د باران او په شمالي سالنګ کې د واورې  اورښت اټکل شوی دی او تونل ته څیرمه د واورې کمزوری اورښت جریان لري، دا مهال مسافر. . .

BACK TO NEWS