د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد رحیم ‌زي قراردادي شرکت رئیس خپل دفتر ته ور وغوښت او د یادې پروژې پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د پروژې د چارو د چټکتیا، د کیفیت د لا ښه والي او د ټولګټو وزارت د تخنیکي مشخصاتو سره سم د پروژې د بشپړولو په اړه د قراردادي شرکت مسؤل ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې، او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید په ټاکلي وخت او معیاري ډول ترسره شي.

د قراردادي شرکت مسؤل د وزارت معین ته ډاډ ورکړ چې د غزني–ښرنې سړک پروژه به د ټولګټو وزارت له تخنیکي معیارونو او ټاکلي مهالوېش سره سمه بشپړه کړي او د چارو د لا چټکتیا لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغې پروژې د چارو د ورو والی ( کندۍ) څخه درنو هېواد والو شکایت درلود او ویل یې چې د دغې پروژې چارې په پوره چټکۍ سره نه ترسره کیږي.

د یادې پروژې په اوږدو کې د هغو ټولو مصنوعي تأسیساتو د بیا رغونې او ترمیم چارې، چې زیاتې زیانمنې شوې وې، لکه پلونه، پلچکونه، معبرونه، استنادي دېوالونه او د سړک غاړې ویالې، بشپړې شوې دي.

همدارنګه، د سړک د فرش د ترمیمي چارو لپاره لازم چمتووالي نیول شوې دي او ټاکل شوې چې دغه چارې به د پروژې له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سم په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې د غزني–ښرنې سړک د ترمیم پروژه د ۴۵ کیلومتره په اوږدوالي، د څه باندې ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له لوري پلې کېږي، چې د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د تګ ‌راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په اسانتیا او د سیمې په اقتصادي پراختیا کې مهم رول لري.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS