د غزني د قرباغ ـ جاغوري سړک رغنیز کار چټک شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۳:۴۳
د غزني د قرباغ ـ جاغوري سړک رغنیز کار چټک شو

دا سړک چې ۳۰.۳۶۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، د غزني ولایت له قرباغ ولسوالۍ څخه پیل او د دې ولایت تر جاغوري ولسوالۍ پورې غځېږي، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۴۲ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یادې پروژې رغنیز کار چې د امنیتي ستونزو له کبله په ځنډ سره روان و، اوس مهال د قراردادي شرکت له لوري له ټولګټو وزارت سره په همغږۍ او د سیمې د خلکو او ځايي ادارې په بشپړې همکارۍ سره چټک شوی دی.

دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دې سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به، نه یوازې د غزني ولایت د قرباغ او جاغوري ولسوالۍ سره ونښلي بلکی د دې ولایت اجرستان، مالستان، جغتو او قرباغ ولسوالۍ به هم له مرکز غزني ونښلوي او د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې به تر ډېره بریده هوارې کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS