د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل –هرات عمومي لویې لارې پر مسیر د هلمند ولایت د مسوولیت په ساحه کې له سنګیلان څخه ترهلمند دوراهي پورې د ټولټال 139.096 کیلومتره تر ( 000+0-096+139)کیلومترۍ پورې د ترافیکي نښو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل –هرات عمومي لویې لارې پر مسیر د هلمند ولایت د مسوولیت په ساحه کې له سنګیلان څخه ترهلمند دوراهي پورې د ټولټال( 139.096) کیلومتره تر ( 000+0-096+139) کیلومترۍ پورې د ترافیکي نښو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-034/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې سعید فیصل ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (87545) ده او د هلمند ښار مرکز کې موقعیت لري، د (8,758,920) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت ته وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
