د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (623) قلمه پروزه جاتو د تدارک او چمتوکولو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (623) قلمه پروزه جاتو د تدارک او چمتوکولو پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1405/G-32/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د وحید عثمان لوجستیکي او خدماتي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D- 35311) ده او پته یې کابل ښار درېیم پروان کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې ترټولو لږ قیمت یې 10،067،155 افغانۍ او تر ټولو زیات قیمت یې 13،076،945 افغاني دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت ته وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
