د مزارشریف –دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۳۲
د مزارشریف –دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا تولګټو وزارت لخوا په بلخ ولایت کې د درنو هېوادوالو د ستونزو د حل او هوسا تګ راتګ په موخه د مزارشریف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې وې او دا مهال د ۴۲سلنه پرمختګ سره جریان لري.

د مزارشریف – دره صوف سړک ۵۶.۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د یاد ولایت له شولګرې ولسوالۍ څخه پیل د سمنګان ولایت تر حدودو پورې رسیږي.

په یاده پروژه کې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دیوالونو د ترمیم او بیارغونې کار هم شامل دی، چې د یو کال په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

...

6 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۲۰
Background image

د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٢ میلیارده او ٤٠ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او ژر به پیل شي

د میدان وردګ ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د ټولګټو وزارت د هڅو په پایله کې د دغه ولایت د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د زابل ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د زابل ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې د شاوخوا ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د زابل ولایت د والي محترم الحاج ملا شیر محمد شریف، د. . .

BACK TO NEWS