د هلمند ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې د ۲۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ٤ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٢١١ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصی سکتور سره قرارداد او د هلمند ولایت د والي محترم الحاج مولوي امان الدین منصور، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.
دغه سړک د موسیکلا ولسوالۍ په بازار کې جوړېږي، چې پلنوالی یې په بېلابېلو برخو کې توپیر لري او د رغنیزو چارو د بشپړېدو موده یې ۱۵ کاري میاشتې ټاکل شوې ده.
د یاد سړک د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به د موسیکلا ولسوالۍ په بازار کې د ترافیکي ګڼېګوڼې کچه راکمه او د سیمې اوسېدونکو ته به د تګ راتګ او ترانسپورټ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
