د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د رسوبي موادو څخه د سړکونو پاک‌کارۍ چارې جریان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۸
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د رسوبي موادو څخه د سړکونو پاک‌کارۍ چارې جریان لري

د پروان – بامیان مسیر، چې پرون د پروان ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ د فندقستان په سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی و، تېره شپه د یاد ولایت د ټولګټو رئیس او پرسونل په هڅو بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو او دا مهال په یاد مسیر کې د رسوبي موادو د پاک‌کارۍ او د زیانمنو شویو برخو د ترمیم چارې لا هم روانې دي.

همدارنګه، د پنجشنبې په ورځ د سېلابونو له امله د پنجشېر، کاپیسا، پکتیا، خوست او نورستان ولایتونو یو شمېر نښلوونکې لارې، چې په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل په هڅو پاکې شوې او بېرته د وسایطو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې دي، اوس مهال په دغو مسیرونو کې د وسایطو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په یادو مسیرونو کې د رسوبي موادو د پاک‌کارۍ او د زیانمنو شویو برخو د ترمیم چارې د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو له لوري په چټکۍ سره روانې دي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لویو لارو او سړکونو د څارنې او ساتنې له لارې هېوادوالو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS