د ټولپلازاوو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

media_admin
د ټولپلازاوو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

ټول هيوادوال په جريان کې دي، چې د ا.ا.ا د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه الله) د (206) او (1930) ګڼو حکمونو پر بنسټ د کابل –غزني، کابل – جلال آباد، سالنګونو او یو شمیر نورو لویو لارو په اوږدو کې د ټولګټو وزارت لخوا د سړکونو د رغونې په موخه ټولپلازاوې فعاله شوې دي. 
په همدې اساس ټولګټو وزارت؛ د ملي دفاع له محترم وزارت، د کورنیو چارو له محترم وزارت، د استخباراتو له محترم لوی ریاست او د نورو اړونده نظامي ارګانونو له مسؤلینو او ټولو مجاهدينو څخه په ډیر درنښت هیله کوي، چې که څه هم د فعاله ټولپلازاوو په مسيرونو کې له دولتي پلیټ لرونکو وسایطو څخه د تګ راتګ پرمهال پیسې نه اخیستل کیږي، خو هغه وسایط چې شخصي پلیټ ولري او نظامي کسان ورڅخه ګټه اخلي؛ بايد پر یادو لویو لارو د تګ راتګ پرمهال د ټولپلازا تعیین شوی محصول اړوند مسؤلینو ته ورکړي. 
ټولګټو وزارت له ټولو محترمو مجاهدینو څخه په ډير درنښت هیله کوي، چې د ټولګټو وزارت د ټولپلازا برخې له کارکوونکو سره همکاري وکړي او د ټولپلازا لرونکو لويو لارو څخه د عبور پرمهال هغوی ته ستونزې رامنځ ته نه کړي.
درانه هيوادوالو بايد ډاډه اوسي، چې له ټولپلازاوو څخه راټول شوي عواید په یو مشخص بانکي اکونټ کې راټولیږي او بيرته د همدې لویو لارو او سړکونو په رغونه مصرف کيږي

...

2 کلونه 3 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!


دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري؛ د کار د چټکتیا او غوره ترسره کیدو په موخه یاده لویه لار د ۱۴۰۴ هـ. ش.  کال د زمري (اسد) مياشتې په لومړۍ نېټه د ټیلري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د حیرتان - مزار شریف د اوسپنزې کرښې  د(5) پنځم  بندر د صادراتي او ټرانزیټي توکو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د حیرتان - مزار شریف د اوسپنزې کرښې  پنځم  بندر د صادراتي او ټرانزیټي توکو لپاره په قرارداد ورکړي، چې (MOPW/1404/NC-3LNCB . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۴۶
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د دراني د پل د ترمیمولو د پروژې د قرارداد دورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت کې د دراني د پل د ترمیمولو پروژه په قرارداد ورکړي، چې  MOP/1403-002/C/RE . . .

Back to announcements