د ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زیربناوو انسټټیوټ او بهره بردارۍ رئیسان معرفي شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۷:۳۹
د ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زیربناوو انسټټیوټ او بهره بردارۍ رئیسان معرفي شول

 د ټولګټو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۶/۱۱/۲۱) نیټې د (۶۵۲۹) او (۶۵۳۲) ګڼو حکمونو پر بنسټ، محترم مولوي شفیع الله "احمد" د یاد وزارت د ترانسپورتي زیربناوو انسټټیوټ د رئیس په توګه او محترم انجنیرمحمد وکیل "شهراني" د یاد وزارت د بهره بردارۍ د رئیس په توګه وټاکل شول، چې د وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.

د یادو رئیسانو د معرفي غونډې پرمهال لومړی د ټولګټو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم انجنیر فضل الباري بلوڅ د نویو ټاکل شویو رئیسانو د مقررۍ په هکله د ریاست الوزرا عالي مقام حکمونه ولوستل.

د ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زیربناوو انسټټیوټ او بهره بردارۍ رئیسان معرفي شول د ذوالقعده الحرام ۲۴مه، ۱۴۴۶  د ټولګټو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۶/۱۱/۲۱) نیټې د (۶۵۲۹) او (۶۵۳۲) ګڼو حکمونو پر بنسټ، محترم مولوي شفیع الله "احمد" د یاد وزارت د ترانسپورتي زیربناوو انسټټیوټ د رئیس په توګه او محترم انجنیرمحمد وکیل "شهراني" د یاد وزارت د بهره بردارۍ د رئیس په توګه وټاکل شول، چې د وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.  د یادو رئیسانو د معرفي غونډې پرمهال لومړی د ټولګټو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم انجنیر فضل الباري بلوڅ د نویو ټاکل شویو رئیسانو د مقررۍ په هکله د ریاست الوزرا عالي مقام حکمونه ولوستل.   وروسته د وزارت یوشمېر منسوبينو؛ نويو ټاکل شويو رئيسانو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.  دیادونې وړده چې له دې وړاندې محترم مولوي شفیع الله "احمد" د میدان وردګو ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس په توګه او محترم انجنیرمحمد وکیل "شهراني" دیاد وزارت په بیلا بیلو تخنیکي او مسلکي بستونو کې دنده ترسره کړې ده  .

 وروسته د وزارت یوشمېر منسوبينو؛ نويو ټاکل شويو رئيسانو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

دیادونې وړده چې له دې وړاندې محترم مولوي شفیع الله "احمد" د میدان وردګو ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس په توګه او محترم انجنیرمحمد وکیل "شهراني" دیاد وزارت په بیلا بیلو تخنیکي او مسلکي بستونو کې دنده ترسره کړې ده  .

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS