د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل کاري سفر په لړ کې د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو او د قراردادي شرکتونو له کمپونو څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

محترم وزیر صاحب د قراردادي شرکتونو له مسئولینو سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د سالنګونو لویې لارې د روان کال ټولې پلان شوې چارې باید د ژمي د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړې شي، ترڅو د هېوادوالو لپاره د خوندي او معیاري تګ راتګ په برخه کې لا نورې آسانتیاوې رامنځته شي.

اوس مهال په جنوبي سالنګ کې د بیارغونې عملي چارې روانې دي او د دوو نورو برخو لپاره اړینه ماشینري، تجهیزات او تخنیکي امکانات په ساحه کې ځای پر ځای شوي دي. محترم وزیر صاحب د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو برخو عملي چارې هم په چټکۍ سره پیل او د ټاکل شوي پلان له مخې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې پروژه په درېیو برخو؛ شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي – خنجان مسیرونو کې پلې کېږي، چې د تېر کال په پلان کې شاملې چارې بشپړې شوې دي.

د قراردادي شرکتونو مسئولینو ډاډ ورکړ، چې په پاتې برخو کې اړینه ماشینري او تجهیزات موجود دي او بشپړ چمتووالی لري، ترڅو د پاتې برخو کارونه هم ژر تر ژره پیل او بشپړ کړي.

اوس مهال پر سالنګونو لویه لاره د باروړونکو او مسافروړونکو وسایطو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري. د ټولګټو وزارت ډاډ ورکوي، هر کله چې رغنیزې چارې داسې پړاو ته ورسیږی چې سړک بدیل مسیر و نلري د لارې د تړل کېدو یا د وسایطو د نوبتي تګ راتګ اړتیا رامنځته شي، د هېوادوالو او موټر چلوونکو د اسانتیا لپاره به څو ورځې وړاندې رسمي خبرتیا خپره شي.

همدارنګه، محترم وزیر صاحب جنوبي سالنګ کې د څلور پایې پلونو او د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه هم لیدنه وکړه او قراردادي شرکتونو ته یې لارښوونه وکړه، چې ټولې چارې د منظور شوو تخنیکي او انجنیري مشخصاتو مطابق او په لوړ کیفیت ترسره کړي.

باید وویل شي، چې د سالنګونو لویې لارې په اوږدو کې ټولټال ۹ پايې پلونه قرارداد شوي دي، چې دا مهال په جنوبي سالنګ کې د څلورو پلونو کار روان دی او د اوبو د سطحې له ټیټېدو سره به د پاتې پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې هم پیل شي.

د یادوني وړ ده، چې د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست د پرسونل له لوري د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ په موخه د جنوبي سالنګ د هموارکارۍ او پر کارۍ چارې ترسره شوې دي.

...

11 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو جوړېدونکو تأسیساتو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یاد وزارت د تخنیکي پلاوي په ملتیا، هرات ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۵۶
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي

د ا.ا.ا. د ټولګټو وزارت له لوري په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې له دوو خصوصي شرکتونو سره د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS