د ټولګټو وزیر په دوو بېلا بېلو لیدنو کې د ترکیې هېواد د یو شمېر شرکتونو له مسؤلانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۶
د ټولګټو وزیر په دوو بېلا بېلو لیدنو کې د ترکیې هېواد د یو شمېر شرکتونو له مسؤلانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني د یاد وزارت د اوسپنیزې کرښې د مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او یو شمېر رئیسانو په شتون کې په دوو جلا جلا لیدنو کې د ترکي بیلګیون MVG ساختماني شرکت له عمومي رئیس ښاغلي محمد ویسي او ښاغلي محمد آیتیکین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغو لیدنو کې د  ترکي شرکتونو او پانګوالو د راجلبولو او د ټولګټو وزارت په زېر بنایي او انکشافي پروژو په خاص ډول د سړکونو، پلونو او تونلونو د رغونې په برخه کې د یادو شرکتونو او پانګوالو د پانګونې او ګډون په تړاو خبرې اترې وشوې.

د ټولګټو وزارت د تخنیکي ټیم لخوا د یاد وزارت د یو شمېر پروژو په هکله تخنیکي معلومات وړاندې شول، ترڅو د ترکیې هېواد یاد شرکتونه او پانګوال و کولای شي، چې په دغو پروژو کې ګډون وکړي.

د لیدنې په دوام د ټولګټو وزیر و ویل: « ټولګټو وزارت روان کال د ډېر شمېر پروژو کار پیل کړی دی، چې چارې یې عملاً جریان لري او هغه پروژې، چې کارونه یې تر دا مهاله ندي پیل شوي او د تخنیکي ټیم لخوا یې تاسو ته معلومات درکړل شول دغه پروژې د ا.ا.ا د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی  د حکم په اساس باید ژر بشپړې شي او دا چې مالي کال مخ په ختمېدو دی نو تاسو د پروژو په تړاو خپله طرحه ژر تر ژره د ټولګټو وزارت سره شریکه کړئ؛ ترڅو دغه پروژې د ا.ا.ا د قوانینو او مقرراتو سره سم له تاسو سره قرارداد شي»

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به د دغو پروژو د هوکړې او قرارداد په موخه دوامداره ناستې ترسره کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS