د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد احمدي، تخنیکي ټیمونو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسئولینو په شتون کې افتتاح او رسماً پیل شوې.

له دې وړاندې په یاده سیمه کې یو کوچنی پلګوټی موجود و، چې د اوبو د زیات حجم د تېرېدو وړتیا یې نه لرله. له همدې امله د یاد پل د جوړولو پروژه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت په پلان کې شامله شوه او اوس یې عملي چارې په ساحه کې پیل شوې.

د دغې پروژې په پیل سره، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، او له بشپړېدو وروسته به یې د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا ترڅنګ، د اوبو تېرېدنه هم په معیاري او منظم ډول ترسره شي.

د ټولګټو وزارت د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا اهمیت ته په کتو، هڅه کوي چې د سړکونو او پلونو د اساسي رغونې او بیارغونې له لارې، هېوادوالو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS