د کابل – جلال آباد دویم لین سړک پر مسیر یوې پایه تلې مکمل کمپلیکس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۸:۱۹
د کابل – جلال آباد دویم لین سړک پر مسیر یوې پایه تلې مکمل کمپلیکس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ټولګټو وزارت له لوري د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کابل – جلال آباد دویم لین سړک پر مسیر د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د کنټرول او د یاد سړک د تخریب د مخنیوي په موخه یوه پایه تله نصب او د ننګرهار ولایت د مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي احمد احمدي او یو شمېر مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې تلې په فعالیدو سره به د لوړ تناژ وسایطو وزن کنترول او د کابل – جلال آباد دویم لین سړک له ویجاړیدو څخه به مخنیوی وشي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS