د کابل – غور د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو کار ۷۷ سلنه مخته تللی

mopw_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۸:۵۱
د کابل – غور د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو کار ۷۷ سلنه مخته تللی

د کابل – غور د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو کار ۷۷ سلنه مخته تللی

د چغچران – ګردندیوال سړک، ۱۰ کیلومتره اوږدوالی او د سړک د غاړو په ګډون ۹ متره پلنوالی اوپه بیلا بیلو اندازو کې ۲۸ پُلګوټي لري.

دا پروژه د څه باندې ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې د افغانستان حکومت له ملي بودجې څخه تمویلیږي. تر دې مهاله یې دجوړولو چارې ۷۷ سلنه بشپړې شوې خو د اسفالټ اچونې چارې یې د سړې هوا له کبله دا مهال درول شوي دي.

یاده پروژه د ختیځ او لویدیځ دهلیز د سړک برخه ده چې مرکزي ولایتونه او کړییز سړک سره نښلوي. له دې پروژې به د میدان وردګ، بامیان، ډایکنډي، غور او هرات ولایتونو اوسیدوونکې په مستقیم او غیر مستقم ډول ګټه واخلي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

د لیندۍ ۳۲، ۱۳۹۹

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

د کندهار – هلمند لویې لارې د دویم لین سړک د آسفالټ چارې پیل شوې

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک اړوند، د کندهار ولایت له باغ پل څخه د هلمند ولایت تر ګرشک دوراهي سیمې پورې د دویم او درېیم لاټ ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۴
Background image

په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د تلې/ میزان مياشتې له پيله تر پايه د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶۴۳۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱۹۵۱ ټنه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۵۱
Background image

د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ ۶ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي چې دامهال د بلخ. . .

BACK TO NEWS