د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د دواړو غاړو شولډرونه یې ۶ متره دي، د ۱ میلیارد او ۸۷۳ میلیون او ۷۰۴ زره افغانیو په ټولیز لګښت جریان لري.

د دغې پروژې دویم لاټ د حوض مدد بازار له سیمې پیل او د میوند ولسوالۍ تر بازار (کشک نخود بازار) پورې غځېدلی، او درېیم لاټ یې د میوند ولسوالۍ له بازار څخه پیل او د هلمند تر دوه لارې پورې امتداد لري.

په دې پروژه کې د ۲ پایو پلونو، ۱۴۹ پایو پلچکونو، ۲ واشونو (معبرونو) او ۲ کیلومتره کانکریټي ویالو جوړول شامل دي. دا مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پلونو او پلچکونو، واشونو، کندن کارۍ او خاورې اچونې چارې روانې دي، چې تر اوسه د  ۶۸ پایو پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د یادې پروژې چارې تر دې دمه ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د کندهار – هرات لویه لار د هېواد له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د کندهار او هلمند ولایتونو د نښلولو ترڅنګ د هېواد سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو په نښلولو کې مهم رول لري او له همدې لارې د ابونصر فراهی، تورغونډۍ او اسلام کلا مهمو سوداګریزو بندرونو ته د تګ راتګ زمینه برابروي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د هېواد دننه د سوداګرۍ د ودې او پراختیا زمینه برابره شي، بلکې له هېواد څخه بهر به د صادراتو او وارداتو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او نوی رییس ورته معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم په اساس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح چې مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د. . .

BACK TO NEWS