د ټولګټو وزارت محترم وزیر د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندز ولایت د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سمنګان – بلخ نوې جوړېدونکې ټولپلازا له ټاکل شوې ساحې او د کندز ولایت له یو شمېر تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه.
محترم وزیر صاحب د یاد سفر په ترڅ کې د ایرګنک مسیر له لارې کندز ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د کندز ولایت د مرستیال والي محترم مولوي حبیبالرحمن صهیب او د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالنصیر شیخزاده په ملتیا، له یاد مسیر څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د یاد مسیر د پاتې برخو رغنیزې چارې دې د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل او د تګ راتګ د اسانتیاوو برابرولو په موخه پیل کړي.
ورپسې، محترم وزیر صاحب کندز ولایت ته ولاړ او هلته یې د کندز – دشت ارچي سړک او د ساتنې او څارنې له یو شمېر پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه. نوموړي د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د چارو د چټکتیا، د رغنیزو چارو پر مهال د تخنیکي او ساختماني معیارونو د رعایت، د کیفیت د تأمین او د معیاري ساختماني موادو د کارولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندز ولایت د ټولګټو ریاست له بېلابېلو مدیریتونو او د یاد ولایت له فعاله تلو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو کارکوونکو ته یې د خپلو مسئولیتونو د ترسره کولو پر مهال د اخلاص، صداقت، ژمنتیا او د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزناک ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
