د کندوز له سر دوره تر هوایي ډګر پورې د سړک جوړلو کار بشپړ او ګټي اخیستنې ته چمتو دی

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۰:۵۶
د کندوز له سر دوره تر هوایي ډګر پورې د سړک جوړلو کار بشپړ او ګټي اخیستنې ته چمتو دی

دا ښاري سفالټي سړک چې ۵.۸ کیلومتره اوږدوالی او د ګلدانونو او پلي لارې په ګډون ۴۰ متره پلنوالی لري، د کندوز ښار اړوند له سر دوره سیمې څخه پیل او د یاد ولایت تر هوایي ډګر پورې غځیدلی دی، چې اوس مهال يې رغنیزې چارې بشپړي او نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاده پروژه د ۱۴۸ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د تطبیق پر مهال د سیمې اوسیدونکو ته ۲۳،۵۷۰ کاري ورځي رامنځته شوي، چې له ګټې اخیستني ورسته به د یاد ولایت د سر دوره سیمې په شمول د سړک اړوند کلیو ترانسپورتي ستونزي هواري شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS