د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ په انتقالاتو کې (۱۱.۱۵) سلنه زیاتوالی راغلی

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۶
د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ په انتقالاتو کې (۱۱.۱۵) سلنه زیاتوالی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه د تېر کال د شپږو مياشتو په پرتله (۱۱.۱۵) سلنه لوړه شوې ده.

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال (۱۹۶۲۶۵۹) مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي وو، خو د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کچه (۲۱۸۱۵۴۴) مټريک ټنه ته لوړه شوې ده.

په تيرو شپږ مياشتو کې تېل، مايع ګاز، غنم، اوړه، غوړي او داسې نور غذايي او ساختماني مواد هيواد ته وارد او وچه مېوه، د آنارو جوس، معدني ډبرې، کچالو او وريجې ټرانزيټ او صادر شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو او صادراتو په برخه کې دغه (۱۱.۱۵) سلنه زیاتوالی د هېواد په کچه یو مثبت اقتصادي پرمختګ بلل کېږي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS