سمنګان: د ایبک – خرم سارباغ او روی دوآب ولسوالۍ د ۱۱۰ کیلومتره جغلي سړک د ترمیم کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱۲:۱۷
سمنګان: د ایبک – خرم سارباغ او روی دوآب ولسوالۍ د ۱۱۰ کیلومتره جغلي سړک د ترمیم کار دوام لري

د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ او پرسونل پرمټ، د دې ولایت د ایبک - خرم سارباغ او روی دوآب ولسوالۍ د ۱۱۰ کیلومتره جغلي سړک د ترمیم چارې دوام لري.

د دغه جغلي سړک له ترمیم سره به د سمنګانو ولایت د خرم سارباغ او روی دوآب ولسوالیو د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او په ساني سره به د دې ولایت مرکز ته تګ راتګ وکړي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، تر څو د دې وزارت د ولایتي ریاستونو له اړوند ماشينرۍ او پرسونل څخه په ګټې اخیستنې سره د هیوادوالو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړي.

...

4 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د ټولګټو وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال، د کابل–کندهار لویې لارې د شولډرونو د رغونې له روان بهیر څخه د لیدنې سربېره، د کندهار – سپین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۹
Background image

په لغمان ولایت کې د شمشه خېلو پله رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمشه خېلو کلي کې د یو پایه پل رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان والي محترم قاري بختیار معاذ، د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۴۲
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال قوس له ۲۸مې څخه د جدي تر ۴مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۲۱۸) ټنه،. . .

BACK TO NEWS