له ټانګ لوګر نه تر چهل دختران پورې د سړک رغنیزې چارې ۳۸ کاري پرمختګ لري
![له ټانګ لوګر نه تر چهل دختران پورې د سړک رغنیزې چارې ۳۸ کاري پرمختګ لري](/sites/default/files/2021-06/1_5.jpg)
د سړک دغه پروژه د ټولګټو وزارت له لوري د ۱ میلیارد او څه باندې ۳۹۲ میلیون افغانیو په ارزښت جوړېږي، چې د پلازمېنې کابل له نجات څلي څخه پیل او تر سیاه بیني پورې غځیږي.
یاد سړک ۷ کیلومټره اوږدوالی او ۶۰ متره د سړک په دوو خووا کې پلنوالی لري او تردې مهال یې رغنیزې چارې څه باندې ۳۸ سلنه کاري پرمختګ لري، چې په ځینو برخو کې یې د اسفالټ یا قیر اچونې او پاتې برخو کې یې نورې رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري.
دغه سړک د هېواد د اقتصادي دهلیزونو یوه مهمه برخه دی، چې پلازمېنه کابل د سویل ختیځو ولایاتو له لارې د غلام خان بندر او د ډیورنډ له فرضي کرښې سره نښلوي.
د یادولو وړ ده، چې په بشپړ رغیدا سره به یې د سویل ختیځو ولایاتو د ګڼو خلکو د تګ راتګ په برخه کې تر پخوا ګڼې اسانتیاوي هم رامینځته شي.