لوګر: له تېرې کوتل تر پل عالم پورې د سړک د ساتنې او څارنې چارې پیل شوې

ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه تل فعاله ساتي، تر څو سړکونه د لیږ زیان له کبله ډیر تخریب نشي له همدې کبله د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست، د یاد ریاست اړوند ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره، له تېرې کوتل څخه تر مرکز پل عالم پورې د سړک د ساتنې او څارنې چارې پیل کړي.
له تیرې کوتل څخه تر پل عالم ښار پورې د سړک د ساتنې او څارنې په دې برخه کې د سړک د ورانو شویو اوږو د اساسي جوړولو، د پلګوتو پاکولو او د سړک غاړو ته د راوتلو سیلابونو د پاتې شونو پاکولو چارې شاملې دي ترڅو سړکونه د تل لپاره خوندې پاتې شي.