په بغلان ولایت کې د پلخمري – دوشي سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د څه باندې ۳۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۲:۲۳
د ټولګټو وزارت له لوري  په بغلان ولایت کې د پلخمري –  دوشي سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د څه باندې ۳۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبد الرحمن حقاني، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالنصیر شیخ زاده او یو شمېر سیه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پیل شوې. دغه سړک شاوخوا ۲۸ کیلومتره اوږد والی لري، چې د هېواد له  پلازمیني سره ۹ شمالي ولایتونه نښلوي دیاد سړک د ترمیم او داغ ګیرۍ چارې به د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي. د دغې پروژې د کار  په بشپړیدو سره به د هېوادوالو

د ټولګټو وزارت له لوري  په بغلان ولایت کې د پلخمري –  دوشي سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د څه باندې ۳۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبد الرحمن حقاني، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالنصیر شیخ زاده او یو شمېر سیه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

دغه سړک شاوخوا ۲۸ کیلومتره اوږد والی لري، چې د هېواد له  پلازمیني سره ۹ شمالي ولایتونه نښلوي دیاد سړک د ترمیم او داغ ګیرۍ چارې به د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د دغې پروژې د کار  په بشپړیدو سره به د هېوادوالو د تګ راتګ، د سوداګریزو او کرنیزو توکو د انتقالاتو ستونزې هوارې شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS