په بلخ کې د یوې پايې تلې د نصب او تعمیر جوړولو کار پیل شو

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۲:۳۰
په بلخ کې د یوې پايې تلې د نصب او تعمیر جوړولو کار پیل شو

د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه؛ د لوړ تناژ باروړونکو موټرو د وزن د کنترول لپاره د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د دهداي ولسوالۍ په امام بکري سیمه کې د یوې پایې تلې (ترازو) د نصب او کارکوونکو ته یې د اوستګنې لپاره د یوه تعمیر د رغولو کار پیل شو.

همدارنګه د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د بلخ – حیرتانو پر مسیر هغه دوکانونه او ودانۍ؛ چې په غیر قانوني ډول جوړ شوې وو او د ترافیکو په تګ راتګ یې له خنډ سره مخ کړی و له څو ځلې خبرتیا ورسته ونړول شول.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS