په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۹۴۰۵) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۷۸۶۲) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۱۳۲۳) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۳۶۲۲۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۸) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.
