په خوست کې د دوو پایو پلونو له زیانمنو پایو څخه د روانو اوبو مسیرونه تغیر شول
خوست:
د خوست ولایت په مرکز کې د فارم باغ پل او په تڼیو ولسوالۍ کې د سیګۍ پل، چې د سیلابونو او اورښتونو له امله یې ځینې برخې د ویجاړېدو له احتمالي ګواښ سره مخ شوي، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست، له شته ماشینري او فني پرسونل څخه په ګټې اخیستنې سره؛ د یادو پلونو له زیایمنو شویو پایو څخه د راونو اوبو د جریان مسیر تغیر شو، چې له دې سره به پلونو له نور زیان څخه مخنیوی وشي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې مالي امکاناتو ته پام سره د پلان مطابق په هیواد کې له شته سړکونو او پلونو څخه ساتنه او څارنه وکړي.