په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۲۴
په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په ایرګنک سیمه کې د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو د وزن د کنترول په موخه د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس( د تلې د نصبولو،  بریښنا، د تلې لپاره د یوې ودانۍ، د څښاک اوبو لپاره د یوې حلقې څاه د کیندلو او د تلې د نښلونوکو سړکونو) د رغولو چارې دیاد ولایت د تولګټو رئیس، سیمه ییزو مسولانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.

یاده تله د ټولګتو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې، چې د درې میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي او په فعالیدو سره به یې د لوړ تناژ وسایطو وزن کنترول او د سړکونو له ویجاړیدو څخه به مخ نیوی وشي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS