په پکتیکا ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه دیوې پایې تلې د نصب چارې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۷
په پکتیکا ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه دیوې پایې تلې د نصب چارې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند په بند سردې سیمه کې د سړک تخریب د لا مخنیوي او د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه، د یوې پایې تلې د نصب چارې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیکا ولایت د مرستیال والي محترم الحاج مولوي مخدوم عبد الستار سعادت، د یاد ولایت د ټولګټو د رئیس محترم مولوي محمد اکبر عادل او یو شمیر سیمه ییزو مسولانو په شتون کې پیل شوې.

د یادونې وړده، چې د یادې تلې لپاره د یو باب یو پوړیزې ودانۍ، د اوبو او سولریزې بريښنا سیستم هم په نظر کې نیول شوی دی.

 د یادې تلې د چارو به بشپړیدو سره به د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو وزن کنټرول او د آسفالټي سړک له ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه. . .

BACK TO NEWS