د کندوز له سر دورې بازار څخه تر هوايي ډګر پورې د سړک بې کیفیته برخې بیرته په اساسي ډول جوړیږي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۹:۳۷
د کندوز له سر دورې بازار څخه تر هوايي ډګر پورې د سړک بې کیفیته برخې بیرته په اساسي ډول جوړیږي

ټولګټو وزارت په جدیت سره قراردادي ته سپارښتنه کړې چې د کندوز ولايت له سردوره بازار څخه تر هوايې ډګر پورې د ۵.۷۶ کیلو متره سړک تخريب شوي برخې بيرته په بنسټیز ډول ورغوي.

د ټولګټو وزارت رهبرۍ د خلکو تر شکایتونو وروسته سیمې ته د سړک د ارزونې لپاره تخنیکي ټیمونه استولي و چې په پایله کې د سړک ستونزه په یخه هوا کې د قیر اچونې له کبله جوته شوې او له همدې کبله په ځينو برخو کې اسفالټ اوښتی یا (Segregation) رامنځته شوی دی.

ټولګټو وزارت قراردادي شرکت مکلف کړی چې پر بې کیفیته ځایونو کې یو لایه نور قیر یا ( wearing course) واچوي او د سړک ستونزه په بنسټيز ډول هواره کړي.

د دې سړک د جوړېدو چارې اوس مهال په ګړندۍ توګه روانې دي چې په نږدې ورځو کې به بشپړې او د سړک ستونزه به هواره شي.

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS