د میدان وردګ - بامیانو پر مسیر د ویجاړو پلګوټو د ترمیم کار پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۵:۳۳
د میدان وردګ - بامیانو پر مسیر د ویجاړو پلګوټو د ترمیم کار پیل شو

د میدان وردګ - بامیانو پر مسیر د ویجاړو پُلګوټو د ترمیم او بیارغونې کار، د دغه ولایت د والي محترم حافظ محمد آمین عمري، د ټولګټو چارو رئیس، یو شمېر قومي مخورو او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې پیل شول.

د یادو پُلګوټو د ترمیم او بیارغونې کار د یاد ولایت د ولایت مقام په مالي ملاتړ د ټولګټو ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي. 

د دغې ترمیماتي پروژو د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د چارو له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي. 
 

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

BACK TO NEWS