ټولګټو وزارت په تېره یوه اونۍ کې سلګونه کیلومتره سړکونه او لویې لارې په چټکي له واورو پاکي کړي:

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۳
ټولګټو وزارت په تېره یوه اونۍ کې سلګونه کیلومتره سړکونه او لویې لارې په چټکي له واورو پاکي کړي:

ټولګټو وزارت د ا.ا.ا، له حاکمیت څخه را پدېخوا؛ د تېرو کلونو په پرتله، په روان ژمي کې، د واورو له امله د بندو سړکونو او لویو لارو په پاکولو کې چټګ او کوټلي ګامونه اخیسي دي.

دغه وزارت، له شته فني او مسلکي پرسونل څخه په مؤثرې ګټي اخیستنې سره، سږ کال ژمی په کم مصرف او لیږ وخت کې، د هیواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه کیلومتره سړکونه او لویې لارې له واورو څخه پاکي او د ترافیکي وسایطو پرمخ پرانیستلي دي.

ټولګټو وزارت، د مخکي جوړ شوي پلان په اساس، له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ په تېرو دوو ورځو کې د واورو له اورښت سره ۔ سره؛ د سالنګونو، کابل ۔ جلال آباد، کابل ۔ ګردیز،  ګردیز ۔ خوست، کابل ۔ غزني، میدان وردګ ۔ بامیان او دایکنډي او غور ۔ هرات لویو لارو د پاکولو او پرانیستلو تر څنګ، د پنجشیر عمومي سړک، د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ سړک، د غزني واغظ ولسوالۍ سړک، د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ سړک، د زابل شینکۍ ولسوالۍ د ډب کوتل لار، له ورستیو واورو څخه په چټکۍ سره پاک کړي او د هیوادوالو د تګ راتګ پرمخ پرانیستي دي. 

همدارنګه، په هیواد کې د ورستیو واوري اورېدلو پر مهال د دغه وزارت د ولایتي ریاستونو تر څنګ، د سالنګونو ریاست او د اضطراري حالت او زیان قبلوونکو نقطو ریاست پرسونل په بېلابېلو واوري ځپلو مسیرونو کې شتون درلود، تر څو هیوادوال په ډاډه زړه تګ راتګ وکړای شي، له زړه بږنوکو پیښو څخه مخنیوی وشي او چاته مالي او ځاني زیان ونه رسیږي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS