د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۲:۱۴
د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت

په سالنګونو کې هوا ورېیځ ده او په ځینو سیمو کې د واورې اورښت جریان لري، مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال ته تګ کولای شي، چې د ورځې په اوږدو کې به له شمال څخه جنوب ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.

ټولګټو وزارت له موټر چلوونکو څخه غواړي چې له یادې لارې څخه د تېرېدو په وخت کې ځنځیر(چین) له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین مراعات کړي او د یادې لارې د مسئولینو لارښونو ته پاملرنه وکړي.
د یادونې وړده چې په سالنګونو کې د تودوخې لوړه درجه ۶ او ټیټه -۴ ده.

...

3 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۲۱
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د پنجشیر ولایت د رخه ولسوالۍ د قابضان او د پریان ولسوالۍ د مرغابي‌ دان پلونو د ترمیم او بیا رغونې چارې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۴۱
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون د جمعې په ورځ د کابل – غزني لویې لارې د دويم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د یاد سړک لومړی لاټ ۲۴.۵ کیلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، یرکین توکوموف، سره په خپل کاري دفتر کې په. . .

BACK TO NEWS