د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست نوی رئیس معرفي شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۹:۵۳
د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست نوی رئیس معرفي شو

د ټولګټو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا‌‌ء محترم مقام د۹/۱۰/ ۱۴۴۵نیټې، د ۴۶۲۸ مه ګڼه حکم پر بنسټ محترم حافظ انجنیر عبدالطیف صاحب زاده د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست د نوي رئیس په توګه په دویم بست کې وټاکل شو، چې نن د دغه وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پیل و کړ.

دیادونې وړ ده؛ چې نومړی د ساختماني انجنیرۍ او مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې په کورنیو چارو او مالیې وزارتونو کې د رئیس په توګه دنده تر سره کړې ده

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د بغلان ولایت د یو شمېر نښلوونکو سړکونو پاک کاري جریان لري

د بغلان ولایت اړوند یو شمېر نښلونکي مسيرونه، چې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله یې رسوبي مواد د سړک مخې ته را ښویدلي وو دا مهال یې د پاکولو کار په شدت سره جریان لري.
د بغلان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۹:۲۳
Background image

ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک د پاتې برخو د اساسي رغونې پلان لري

د تېرې جمعې په ورځ د ریاست الوزرا‌ء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۸:۵۰
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله رسوبي مواد د سړک سطحې ته را پورته شوي دي، چې دا مهال یې پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت رهبري په بغلان ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله چې ګڼ شمېر هېواد وال پکې په شهادت رسېدلي دي خواشیني څرګندوي او د الله ( ج ) د ستر دربار څخه شهیدانو ته د برین ( جنت )،. . .

BACK TO NEWS