د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې په موخه د ټولپلازا محصول د راټولولو چارې پیل شوې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۵۴
به منظور اعمار و ساختمان لین دوم شاهراه کابل - غزنی تولپلازای این مسیر فعال گردید.


د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم په اساس د کابل –غزني او کابل – جلال آباد دویم لین سړک، د ټولپلازا په بدل کې په اساسي ډول رغول کیږي چې د کابل –غزني لویې لارې دویم لین سړک د ټولپلازا راټلولو چارې تیره ورځ د یاد سړک د رغونې په موخه پیل شوې.

د کابل – غزني  دویم لین سړک د رغونې په پار له ۱۷ ډوله وسایطو څخه له ۸۰  تر ۲۶۰۰ افغانیو پورې اخیستل کیږي او وروسته په یو مشخص بانکي اکونټ کې راټولې او ذخیره کیږي چې د یاد سړک لګښتونه به ورڅخه تمویل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندي د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د اساسي رغونې کار د افغانستان د اسلامي امارت د یو شمیر لوړ پوړو مسؤلینو په شتون کې پیل شوی وو او دامهال عملاً جریان لري.

 د یادونې وړ ده چې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ټولپلازا محصول د راټولولو چارې به په نږدي ورځو کې پیل شي.

 د کابل – جلال آباد پر مسیر د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې په موخه له ۱۲ ډوله وسایطو څخه له ۸۰ تر ۱۳۰۰ افغانیو پورې اخیستل کیږي.

د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې په تړاو،  ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ تفاهم شوی دی او په نږدې راتلونکي کې  به  یې عملي چارې پیل شي

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS