د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سره وکتل

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۳:۵۱
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سره وکتل

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي محترم سیف محمد خلفان او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په ياده کتنه کې د دواړو لوريو ترمنځ په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د نويو پروژو د تطبيق او پراختيا او دوه اړخيزه همکاريو د تداوم په تړاو مفصل بحثونه ترسره شول.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانګونې بهترين فرصت برابر دی او بهرني هيوادونه کولی شي له همدې فرصت څخه په ګټې اخيستنې د نړيوال او سيمه ييز ريلي اتصال لپاره لاس په کار شي.

د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ډاډ څرګند کړ، چې هيواد يې د افغانستان سره د دوه اړخيزو همکاريو په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نويو پروژو د تطبيق او پانګونې لپاره ژمن دی او هڅه کوي، چې عرب سوداګر په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته را جذب کړي.

 د ليدنې په پای کې د دواړو لوريو لخوا د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ په تجارتي او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا او تداوم ټينګار وشو.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS