د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان هیواد له سفیر سره وکتل 

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۵:۳۴
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان هیواد له سفیر سره وکتل 

  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان هیواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر، محترم عوضوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.
په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د تورغونډۍ بندر د عملي کار د پيلېدو، د نويو تأسيساتو او د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو هنګرونو جوړولو، د مزارشريف-هرات او هرات-کندهار مسيرونو د تفصيلي سروې او ډيزاين، د يادو پروژو د رغولو، له تورغونډۍ بندر څخه د سوداګريزو انتقالاتو پر زياتوالي او په ټوله کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو د پراختيا ترڅنګ په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو او د سړکونو د رغولو په تړاو مفصل بحثونه ترسره کړل.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر وویل: «دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنيو پانګوالو ته په یاده برخه کې د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او کولای شي په دغه برخه کې  پانګونه وکړي.»
په پای کې دواړو لورو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ او د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير يې د افغانستان يو اقتصادي، تجارتي او ټرانزيټي مسير وباله، چې د افغانستان د لارجورد لارې په نوم هم پېژندل کيږي.
 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS