د کابل- غزني دویم لین سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره جريان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۲۲
د کابل- غزني دویم لین سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره جريان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د کابل -  کندهار لویې لارې اقتصادي او ټرانزيټي اهمیت ته په کتو او د پخواني لین سړک څخه د ګڼې ګوڼې د راکمېدو او ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د اساسي رغونې کار په بېلابېلو برخو کې پیل کړی دی، چې دغه دویم لین سړک به په راتلونکي کې تر کندهار ښار پورې وغځول شي.

کابل کندهار سړک

د کابل – غزني دویم لین سړک، چې ټولټال ١١١ کیلو متره اوږدوالی لري، او رغنیزې چارې یې په بېلابېلو برخو ویشل شوې دي، چې دا مهال یې د اساسي رغونې کار په لومړۍ، درېیمه او پنځمه  برخه کې جریان لري، په یادو درېیو برخو کې ۷۲۳ تنه تخنیکي، فني او غیر فني کارکوونکي او ۳۷۸ عرادې مختلف النوع ماشینري په کار بوخت دي.

کابل کندهار سړک

د کابل – غزني دویم لین سړک په اوږدو کې د ۴ پایو لویو پلونو، ۳۱۷ پایو پلګوټو او د یو شمېر استنادي دېوالونو د اساسي رغووني کار هم شامل دی، چې چارې یې د معیاري او انجنیري اصولو مطابق ترسره کیږي.

کابل کندهار سړک

د دې پروژې د مالي لګښتونو د برابرولو لپاره، ټولګټو وزارت د کابل – کندهار پر لویه لار ټولپلازا فعاله کړې ده، چې ټول عواید یې په یو مشخص بانکي حساب کې جمع کېږي. ټولګټو وزارت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی یوه افغانۍ هم بې ځایه نه لګول کیږي او دا پیسې یوازې د همدغه سړک د رغونې لپاره مصرف کېږي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS