د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ۲۴ کيلومتره نښلوونکي سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۳۳
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ۲۴ کيلومتره نښلوونکي سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ميدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې وې، چې دامهال عملاً جریان لري.

دغه پروژه د ۲۴ کیلومترو په اوږد والي سره د میدان وردګو ولایت له ټوپ دښتې څخه پیل د یاد ولایت تر چک ولسوالۍ پورې رسیږي، چې په اوږد کې یې د یو شمیر پلونو، پلګوټو او استنادي دیوالونو د ترمیم چارې هم شاملې دي.

د یاد سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په ترمیم سره به یې د هېواد والو د تګ راتګ او کرنیزو محصولاتو د انتقال په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS